اسلام آباد۔10مئي (اے پي پي) داخله وزارت پنجاب كښې د امن او امان صورتحال په ځاے ساتلو لپاره د پوځ د تعيناتۍ منظوري وركړې ده۔ د شورو په ورځ د داخله وزارت لخوا په جاري اعلاميه كښې وئيلي شوي چې د عمران خان د ګرفتارۍ نه پس په پنجاب كښې وضعه كړكېچنه ده٬ او د امن او امان صورتحال ښه والي لپاره د پنجاب حكومت په ريكوزيشن د پوځ تعيناتولو منظوري وركړې شوې٬ د پوځ ډلې به د پنجاب په بېلو ضلعو كښې تعينات كولې شي٬ د پوځ اهلكار به لاهور، ملتان پنډي، فېصل آباد پشمول په نورو ضلعو كښې تعينات كولې شي
مضمون کا ماخذ : resultados loteria São Paulo