د بلوچستان پېښه ډېره لويه ده٬ككړ عناصر به انصاف سره مخ كولې شي۔وفاقي وزير قيصر احمد شېخ


اسلام آباد 28 اګست (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئېلي دي د بلوچستان پېښه ډېره لويه ده٬ككړ عناصر به انصاف سره مخ كولې شي٬وزيراعظم د بلوچستان حالات خرابوونكو مخ نيوي لپاره ښكاره هدايات جاري كړي۔د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل د بلوچستان حالات خرابوونكو په ضد پورا ايكشن اغستلے كېږي٬د ترهه ګرۍ پېښې ډېرې افسوس ناكې دي كومو كښې چې بې ګناه او قيمتي ځانونه ضائع شوي٬ ده ووئېل د امنيتي ځواكونو مېړنو ځوانانو د هېواد دفاع لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړي ٬دا مهال د امن او امان صورتحال د ډاډ وړ نه دے۔