بيجنګ 15 مئي (اے پي پي﴾وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاك چين راهداري سره به اروپا او ټوله نړۍ يو تر بله وتړلې شي ٬نړيوال امن٬پرمختګ او څوكالۍ لپاره دا موقع د ټولو په ګټه ده ۔د ګل په ورځ د شريكې اعلاميې څخه وروستو ده خپل بيان كښې د فورم په راجوړولو د چين اولس مشر له مباركي وركړه۔وزيراعظم ووئيل د چين قيادت فورم په سيمه ايز او نړيواله كچه رامخې ته كړو٬د شريكې خوشحالۍ لپاره د مرستې سرخط د ستائنې وړ دے ۔ون بېلټ ون روډ د نړيوال امن او پرمختګ او خوشحالۍ پروګرام دے٬وزيراعظم د سيمې او نړۍ لپاره د فورم په تاريخي جوړولو د چين مشرتابه او د اولس هڅې وستائېلې۔ده ووئيل په لويه شمېره د هېوادونو مشرانو او نړيوالو مشرانو ګډون د چين اولس مشر د اعلٰی قيادت ثبوت او پھ نړيواله منظر نامه د چين د رامخې ته كېدونكې حېثيت اعتراف دے۔ده ووئيل د فورم كاميابي او بي او آر صلاحيت د امن٬پرمختګ او په څوكالۍ بدلول زما لپاره٬زما حكومت او پاكستاني اولس لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره ده۔ده ووئيل د دې بنيادي ګام لپاره زمونږ د ملاتړ ثبوت په اعلاميه كښې هم ښكاره دے۔ د ملګرو ملتونو د منشور او د نړيوالو قوانينو ترمخه امن٬مرسته٬سپيځلتيا٬ جامعيت٬مساوات٬شريكې ګټې او د شريك احترام جزبه رامخې ته كولو په لړ كښې دا ګام په نړيواله كچه ټولو لپاره د مرستې څرګندونه كوي۔وزيراعظم ووئيل رابطې د هېوادونو او تجارتونو يو بل ته د نزدې كولو نه بلكې د قامونو او اولسونو يو بل ته نزدې كولو نوم دے۔د شن جيانګ ګوادر او كراچۍ سره د رابطې جوړولو د لارې مونږ يوازې دوه قامونه يو بل ته نزدې كوو بلكې په لويه كچه دوه سيمې يو بل سره تړو چې په نتيجه كښې به يې يو اړخ ته مينځنې ختيز او افريقا سره رابطه وي او بل اړخ ته اروپا او د نړۍ نورو هېوادونو سره۔ ۔وزيراعظم ووئيل پھ دې لړ كښې ضروري ده چې مونږ د پرله پسې د جاج اخستو لپاره يوه اداره جاتي تګلاره جوړ كړو او د او بي او آر په پالېسو او د دې منصو??و په تيارولو او په دې عملدرآمد وكړو۔۔
پاك چين راهداري سره به اروپا او ټوله نړۍ يو تر بله وتړلې شي
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان