حج له تلونكو لپاره په بينك كښې د بائيو ميټرك سلپ او پاسپورټ جمع كولو نيټه تر 5 مارچ وغزولې شوه


اسلام آباد۔27 فروري(اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت حج له د تلونكو آسانيو ترمخه په بينك كښې د بائيو ميټرك سلپ او پاسپورټ جمع كولو نيټه تر 5 مارچ غزولې ده۔ د نهې په ورځ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې دا پرېكړه حج له تلونكو ته د پاسپورټ په ترلاسه كولو كښې د تاخير سره د مخ كېدو له امله شوې ده۔