اسلام آباد 15اکتوبر(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وئېلي دي هند دې د پاكستان په ضد د دروغو او بې بنسټه تورونو په بنياد روان كمپائن بند كړي٬په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټولو اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي۔نړيواله ټولنه دې د نوې ډېلي احتساب وكړي۔په افغانستان كښې د پي آئي اے د آپرېشن معامله به په كابل كښې د پاكستان سفير افغان چارواكو سره پورته كوي۔پاكستان امريكې سره ښې اړيكې غواړي٬امريكې پاكستان سره د اړيكو په پراخا كولو اتفاق كړے ۔د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل هند دې د پاكستان په ضد د دروغو او بې بنسټه تورونو په بنياد روان كمپائن بند كړي٬په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټولو اقليتونو سره ناروا سلوك كیږي ۔مونږ د نړۍ پام څو ځله راګرځولې چې هند د پاكستان او كشميريانو بدنامولو لپاره جعلي فليګ آپرېشن كولې شي۔ده ووئيل پاكستان امن خوښونكے هېواد دے خو د هند د كومو هم جارحانه عزائمو به سم ځواب وركولے شي۔ده ووئيل پاكستان په هند كښې د اسلامو فوبيا او په مسلمانانو د تشدد په زياتېدونكو پېښو د او آئي سي لخوا د احتساب د غوښتنې هركلے كړے۔ده ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې په هند او مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو صورتحال ته د نړيوالې ټولنې پام راګرځي
هند دې د پاكستان په ضد د دروغو او بې بنسټه تورونو په بنياد روان كمپائن بند كړي٬په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټولو اقليتونو سره ناروا سلوك كېږي۔د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار اوونيز پرېس بريفنګ
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش