اسلام آباد 07 جولائی (اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي هند د پاكستان په ضد هائبرډ جنګ كښې ككړ دے٬كوم لپاره چې هغه د افغانستان خاوره كاروي او په هېواد كښې د ترهه ګرۍ او عسكريت خوښۍ مرسته كوي٬په كراچۍ كښې په پاكستان سټاك ايكسچېنج بريد٬د جوهر ټاؤن بمي چاودنې٬د كلبهوشن ياديو د ګرفتارۍ او د ترهه ګرۍ د نورو چارو حواله وركولو سره صدر وئېلي دي پاكستان عدم استحكام سره مخ كولو لپاره دا بريدونه د هند په مرسته شوي۔صدر ووئيل هند پاكستان عدم استحكام سره مخ كولو لپاره سازشونه كوي او دې مقصد لپاره د ترهه ګرۍ فعاليتونو لپاره عسكري تنظيمونو ته فنډ وركوي۔صدر ووئيل هند به كله هم په خپلو شيطاني عزائمو كښې كامياب نه شي ځكه چې د هېواد وسله وال ځواكونه د امنيت چېلنجونو او په خاص توګه د ففته جنرېشن وار مقابلې لپاره پوره استعداد او صلاحيت لري۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د بلوچستان په اړه د 7م قامي وركشاپ ګډون كوونكو ته په خپله وېنا كښې وكړې۔ګډون كوونكو صدر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔صدر ووئيل بلوچستان د هېواد نورو سيمو برابرولو لپاره حكومت د صوبې سماجي او اقتصادي پرمختګ ته خاص پام كوي٬د ګوادر بندر او د چين پاكستان اقتصادي لارې له مخې د بېلا بېلو پروژو په نتيجه كښې به د بلوچستان د اولس د ژوند په معيار كښې ځانګړے بدلون راشي۔صدر ووئيل د سي پېك په نتيجه كښې به بلوچستان لپاره ډېرې موقعې راپېدا شي٬ډېر سيمه ايز هېوادونه او په خاص توګه تاجكستان او ازبكستان به د ګوادر بندر خپلو برآمداتو او تجارت لپاره كاروي۔صدر مملكت ووئيل په بلوچستان كښې د معدنيات او كبانو په څانګو كښې ډېر استعداد موجود دے۔وفاقي حكومت د بلوچستان د اولس ګټې لپاره د دې څانګو استعداد په كار راوستلو لپاره اقدامات كوي۔
هند د پاكستان په ضد هائبرډ جنګ كښې ككړ دے٬كوم لپاره چې هغه د افغانستان خاوره كاروي او په هېواد كښې د ترهه ګرۍ او عسكريت خوښۍ مرسته كوي۔صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : números quina hoje