اسلام آباد 14 جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان به په افغانستان كښې د انټرا افغان امن عمل كاميابۍ لپاره تعميري كردار دوام دار ساتي٬ تزويراتي ژورتيا متروك شوې٬ زمونږ يوه ډله فيورټ نشته٬ تشدد او روغه جوړه يو ځائ نشي چلېدې٬پاکستان په افغانستان كښې د ټولو خرابو ذمه وار نشي ګرځولې كېدې٬ سوله ايز افغانستان لپاره مخلص قيادت ته اړتيا ده٬ كه د افغانستان څخه د غېر ملكي ځواكونو تر انخلا كومې منصوبې ته ونه رسېدو نو په افغانستان كښې به اړې ګړې خپور شي۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ د ريجنل پيس انسټيټيوټ تر سېوري لاندې په اسلام آباد كښې د ” پاكستان-افغانستان دوه اړخيزه مذاكرات” په سرخط د كانفرنس پرانستې غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزير د افغان نائب صدر او د پاكستان قامي سلامتي سلاحكار په ضد په بيانونو د تشويش څرګندونه كولو سره ووئيل چې تورونه لګول د مسئلو حل نه وي٬ پاکستان په افغانستان كښې د ټولو خرابو ذمه وار نشي ګرځولې كېدې۔ خارجه وزير ووئيل خارجه وزارت دوست او ګاٶنډي هېوادونو سره اړيكو ته په پراختيا وركولو كښې كردار لوبوي۔ ده ووئيل د افغانستان مسئله سياسي ده كومه چې يوازې د مذاكراتو د لارې حل كېدې شي۔ خارجه وزير په مکة المکرمه كښې د پاك افغان علمائے كرامو د غونډې نه پس د ګډې اعلاميې هركلے كولو سره ووئيل چې د علماء شوري په غونډه كښې د ترهګرۍ غندنه شوې ده۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان يو سوله ايز هېواد دې٬ د پاكستان په ضد د نړۍ نظريه بدله شوې ده٬ نړۍ پاکستان ته په افغانستان كښې د امن د مرستيال په توګه ګوري۔ شاه محمود قرېشي ووئيل سوله ايز افغانستان نه يوازې پاكستان بلكې د ګردې منطقې په ګټه دې٬ ده ووئيل د افغانستان مسئله د سياسي نوعيت ده او مونږ د جامع مذاكراتو د لارې د سياسي حل وكالت كوٶ۔ خارجه وزير د افغان سفير دې خبرې سره اتفاق وكړٶ چې تشدد او روغه جوړه يو ځائ نشي چلېدې٬ امن لپاره به د تشدد د كاروائيو لاره نيول وي۔ خارجه وزير ووئيل د افغان د سلامتيا سلاحكار په دې وروستيو كښې بيان سره ما ته مايوسي شوې٬ دا ډول بيانونه د امن هلې ځلې سبوتاژ كولې شي۔ ده ووئيل پاکستان په افغان امن عمل كښې تعميري او مثبت كردار لوبولې دې ۔ د امرېكې سينيټر لنډسے ګراهم ووئيل نن مونږ پاکستان د مسائلو برخه نه بلكې د مسئلو د حل برخه ګڼو٬ ده ووئيل امن د هر كس خواهش دې نننې افغانستان د شل كالو اګاهو افغانستان نه دے۔ خارجه وزير ووئيل د افغانستان په موجوده وضعه كښې د امن يو نادر موقع ترلاسه ده افغان قيادت دې دې نادر موقعې څخه ګټه پورته كولو سره به د جامع سياسي حل لاره هوارول وي٬ وزيراعظم عمران خان عمرله د افغان مسئلے د سوله ايز حل خبره كړې ده۔ وزيراعظم عمران خان طالبان خان بلل شوې خو نن نړۍ زمونږ د درېځ ستائنه كوي٬ تورونه لګول زيات اسان دي خو دا يوې ډلې ته هم ګټه نشي وركولې۔ ده ووئيل زما په نزد د امن په لاره كښې لوے خنډ عدم اعتماد دے٬ مونږ له به تېر په هېرولو سره مخ په وړاندې تلل وي. افغانستان كښې امن سره پاكستان سيمه ايزو رابطو٬ 1000 كاسا٬ تاپي پائپ لائن غوندې منصوبو څخه مستفيد كېدې شي٬ د پاکستان مقصد په افغانستان كښې امن دے ۔ خارجه وزير ووئيل اروپا دوېم جنګ عظيم ليدلې او نن ھغوي اروپائي ائتلاف له مخې په ګډه تجارت كوي٬ په تېر شل كالو كښې په افغانستان كښې مرګ ژوبله شوې٬ عدم استحکام څخه څه ترلاسه شول٬ د غېر ملكي انخلاف پحقله خارجه وزير ووئيل امريكې پرېكړه كړې ده چې ھغوي به خپل ځواكونه تر 11م ستمبر د افغانستان نه اوباسي او 50 فيصده ځواكونو تر اوسه ستانه شوي دي٬ اوس صورتحال په بشپړه توګه بدلېږي٬ د دوحه لوظنامه اهم سنګ ميل وه ٬ ډلې د مذاكراتو مېز ته د راوستلو كرېډټ پاكستان ته وركول پكار دي۔ ده ووئيل نن پاکستان د “جيو اکنامك” ترجيح خبره كوي٬ مونږ له اقتصادي استحكام ته اړتيا او اقتصادي استحکام، په منطقه كښې د امن نه غېر ممكن نه دې۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان،امريکه، افغانستان او د منطقې هېوادونو سره د ترهګرۍ په ضد شراكت دار جورېدو لپاره چمتو دے٬ ده ووئيل مونږ د باني پاكستان محمد علي جناح رح د اقدارو پالنه كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل وخت په تندۍ سره تېرېږي داسې قيادت دې رامخې ته كړې شي كوم ته چې د افغان اولس اعتماد ترلاسه وي۔ ده ووئيل زما په اتلسم جون د تركيه قيادت سره ملاقات كېدونكې دې په دې لړ كښې به د نور تبادله خيال موقع ترلاسه شي٬ اوس به په بدل شوې صورتحال كښې ټولو ډلو له د لچك مظاهره كول وي۔ خارجه وزير واضحه كړه كه تاسو په خپله خبر ضد كوئ او طالبان په خپله خبره نو د افغانستان او د منطقې د سباٶن به څه كېږي٬ مونږ او تاسو له به په دې په ګډه سوچ كول وي
پاکستان به په افغانستان كښې د انټرا افغان امن عمل كاميابۍ لپاره تعميري كردار دوام دار ساتي٬ تزويراتي ژورتيا متروك شوې۔ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil