اسلام آباد 11جون (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د جمعې په ورح په اسلام آباد كښې ملاقات کړے۔ملاقات كښې د فلسطين په امن سفارتي مشن ، د اسلاموفوبيا د زيات شوي رجحان پشمول د شريكي خوښي په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔ د پنجاب ګورنر په مظلومو فلسطينيانو د روانو منظمو ظلمونو ته د نړيوالي ورورولۍ پام راګرځولو او د فلسطين امن سفارتي مشن په کاميابۍ خارجه وزير له مباركي وركړه۔دواړه لارښودو كاناډا كښې د مېشته پاکستانۍ نژاد كورنۍ په قتل د افسوس څرګندونه كړې ۔خارجه وزير ووئيل د بې ګناه وګړو په وژنه او د اسلاموفوبيا زيات شوي رجحان مخنيوي لپاره زما د كاناډا خارجه وزير سره تفصيلي خبرې شوي۔خارجه وزير ووئيل د كاناډا خارجه وزير قتل شوو كسانو له د انصاف وركولو باور راكړے او د اسلاموفوبيا زيات شوي رجحان په ضد ئې په نړيواله كچه د پاکستان سره د هلو ځلو عنديا هم راكړې ۔د كاناډا وزيراعظم جسټن ټروډو د مثبت غبرګون هركلے كوو۔ شاه محمود قريشي ووئيل كاناډا كښې زمونږ سفارت خانه د قتل شوو كسانو كورنۍ سره پرله پسي په رابطه كښې ده او د هغوي به هر ممكن مرسته كولې شي۔د پنجاب ګورنر لويديزو هېوادونو كښې د اسلاموفوبيا د زيات شوي رجحان مخنيوي لپاره د خارجه وزير د هڅو ستائنه وكړه
خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي سره د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ملاقات ، د فلسطين په امن سفارتي مشن ،د اسلاموفوبيا په زيات شوي رجحان د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : بہت کچھ