اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پاکستان او چین تر منځ د تجارت ودې لپاره پراخه فرصتونه شته ، سي پېك پاکستان لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده٬ د چین په همکارۍ خپل صادرات زیاتولی شؤ٬ په اقتصادي زونز كښې سرمايه كارۍ او په كلي والي سيمو كښې د زرعي صنعتونو د لارې به د هېواد برآمدات سوا شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د پاكستان چائنا بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم ووئيل تر ټولو وړومبې زه د پاکستان چائنا بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم مباركي دركوم او هيله لرم چې دا فورم به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت وده كښې مهم كردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل زه د نهې په ورځ د چين په دوره روانېږم چرته به چې د چين صدر شي جن پنګ ٬ وزيراعظم لي كي چيانګ او نورو چينائي چارواكو سره د تجارتی ،ستراتېجيكي او كلتوري اړيكو په مستحكمولو تعميري او ګټورې خبرې وكړې شي۔ د دواړو هېوادونو د كاروباري اړيكو حوالې سره سي پېك يوه ګېم چېنجر منصوبه ده۔ د سي پېك ترسېوري لاندې چين په پاكستان كښې د اربونو روپو سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل وخت راغلے چې دواړه هېوادونه خپله منځه كاروباري اړيكې لا مضبوطې كړي۔ دې سره به د سي پېك مېوې زياتې شي او خپله منځه كاروباري تړون به لا مضبوط شي۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان او چین تر منځ د تجارت د ودې لپاره پراخه فرصتونه شته، چين د نړۍ دويم لويے معيشت او پاكستان كښې تر ټولو زياته سرمايه كاري كوؤنكے هېواد دے۔ پاكستان له به هم چين لپاره خپل برآمدات سوا كول وي۔ ده ووئيل د چين هائي ټېك انډسټري بايد د پاكستان په اقتصادي زونز كښې خپل صنعتونه ولګوي ولې چې پاكستان ارزان افرادي قوت لري او د پاكستان او چينيائي كمپنيو لپاره به دلته يو برابر فرصتونه وي۔ دوئي خپل پېداوار سوا كولو سره نړۍ ته برآمدكولے شي۔ ده ووئيل د چين حكومت 70 كروړه كسان د بې وزلۍ كرښې څخه بهر كړې دي۔ مونږ له به د چين د پرمختګ ماډل څخه استفاده او په دې عمل كول وي۔ زما دورې سره به دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته وده وركړې شي او په برآمداتو كښې د اضافې په مقصد به پېش رفت وكړے شي۔ ده ووئيل وخت د چا انتظار نه كوي ٬ مونږ له به د ترلاسه فرصتونو څخه ګټه پورته كول وي۔ د چين حكومت او اولس په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده په دې مونږ د دوئي مننه كوؤ۔ ده ووئيل سېلاب ځپليو لپاره چين د پاكستان په زړه پورې مرسته وكړه او د بيجنګ او اسلام آباد ترمينځه يۍ ايئر برج جوړ كړے دے۔ پاكستان ته يۍ خېمې ٬ خوراك او طبي ډلې رالېږلې دي۔ ده ووئيل د چينائي حكومت ٬ كمپنيو ٬ اولس او په انفرادي كچه د سېلاب ځپليو مرسته د دواړو هېوادونو ترمينځه مضبوطه ملګرتيا په ډاګه كوي۔ په دې موقعه د سرمايه كاري بورډ وفاقي وزير چوهدری سالک حسېن ووئيل پاكستان او چين ستراتيجيكي همكاران دي٬ دواړه هېوادونه جيو پالېټكس څخه جيو اكنامك پلو مخ په وړاندې روان دي۔ ده ووئيل د پاک چائنا بزنس اېنډ انوېسټمنټ فورم وېب سائټ سره به سرمايه كارۍ لپاره معلومات ترلاسه كېدو كښې او دې سره د اړوندې كومې هم ستونزې لرې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د سي پېك د لاسه د كال 2013 نه وروستو په 3 كاله كښې چين په پاكستان كښې سرمايه كاري كوؤنكو هېوادونو كښې تر ټولو اولنے هېواد جوړ شوے دے۔ ده ووئيل چين د برآمداتو په سوا كولو كښې د پاكستان مرسته كولې شي۔ ده ووئيل مونږ له به چين ته هم خپل برآمدات زياتول وي۔ ده سېلاب ځپليو سره په مرسته كولو د چين حكومت او اولس مننه وكړه۔ په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ په دې موقعه خپل خطاب كښې ووئيل پاكستان كښې د سېلاب د لاسه زيات ځاني او مالي زيان شوے دے۔ د چين صدر او وزيراعظم د پاكستان صدر او وزيراعظم ته د خواخوږۍ پېغام او د 644 ملین یوآن ماليت د مرستې سامان رالېږلې دې۔ ده ووئيل سي پېك اوس په وړاندې پړاؤ كښې داخل شوے دے په كوم كښې به چې د كركيلې او صنعت هلو ځلو ته خاص پام ګرځولې شي۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د چين دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تړون لا مضبوط شي٬ دا دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا دنګو بامونو ته رسولو كښې مرسته وكړي
د پاکستان او چین ترمنځه د تجارت ودې لپاره پراخه فرصتونه شته، سي پېك پاکستان لپاره ګېم چېنجر منصوبه ده٬ د چین په همکارۍ خپل صادرات زیاتولی شؤ٬ وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز