اسلام آباد۔1جنوری (اے پی پی) هند څخه د واهګه د لارې لاهور ته رارسېدلې د هند ياتريانو پلاوې د پي آئي اے د خصوصي پرواز د لارې پېښور ته ورسولې شو۔ د پی آئی اے وياند عبد الله خان لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان لمخې هندي سول اېوي اېشن پاكستان ايئر لائن ته د پرواز اجازت وركولو څخه انكار كړې وو چې په نتيجه كښې ئې پي آئي اے د متبادل انتظاماتو په توګه هندو ياتريان د واھګه د لارې پاكستان ته منتقل كړل۔ واھګه ته په رارسېدو د پي آئي اے چيف اېګزېكټو افسر ايئر مارشل ارشد ملك لخوا ډسټرکټ مېنېجر لاهور عبدالمقدم خان پلاوي ته هركلې ووې۔ وروستو دوئي د خصوصي پرواز 161 د لارې پېښور ته روان كړې شول۔ د وياند لمخې ياتريانو په خدمت كولو د پي آئي اے او په غوره مېلمستيا كولو د چیف اېګزېکټو افسر ایئر مارشل ارشد ملک مننه وكړه۔ ارشد ملک ووئيل د روان كال 2022 په مهال به بېساكھي لپاره سکھ یاتریوں او د بدھ مت منونكو ته پېكج وركولې شي۔ هغه ووئيل پی آئی اے د كوم فرق نه لرې د هر مذهب منونكو ته آسانۍ وركولو كښې تر ټولو وړاندې پاتې كېږي