لاهور 12 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سپارښتنه كړې په معاشی لحاظ سره د کمزورو طبقو مرستې لپاره خصوصی منصوبه جوړه كړئ دغسې چې حکومتی وسائل د سبسډي په توګه اولسي ښېګړې له په كوټلي انداز استعمال کړے شي، سباؤن كښې د اولس خفګان كمولو له دې د غنمو ترسيل او د اوړو نظام د كوټلي تګلارې ترمخه مستحکم کړے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پنجاب كښې د فروټ او سبزی منډيانو شميرې زياتولو او د اوړو بيعه كښې د كمي راوستلو په اړه د اقداماتو جاج اخستو غونډه كښې وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصادی چارو وزير مخدوم خسرو بختیار، د وزیراعظم صلاحكار شهزاد اکبر، د پنجاب وزیراعلی سردار عثمان بزدار، خاص مرستيال ملك امېن اسلم، سینئر صوبائی وزیر عبدالعلیم خان، صوبائی وزیر سردار حسین جهانیاں ګردیزی، خاص د پنجاب وزیراعلی خاص مرستيالي ډاکټر فردوس عاشق اعوان او سینئر افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د ميوو او سبزۍ منډيانو شميرې زياتولو په غرض په موجودہ قوانین نظرثانۍ او بدلون ، د نجی څانګي اشتراك او تګلارې لا آسانولو په اړه په شوو پريكړو عملدرآمد لپاره ابتدائی پیشرفت او د سباؤن په تګلاره تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔په غونډه كښې د وزیراعظم عمران خان خصوصی سپارښتنې تر مخه د ضروري څيزونو اولس له په ټاكلې بيعه وركولو، د اوړو بيعه كمولو له د غنمو څخه د اوړو پيداوار زياتولو په لړ كښې فلور ملونو كښې د اوړو كولو په تناسب 80:20 عملدرآمد،د غنمو اخستو ، ترسیل او سټوریج كښې انتظامي خرڅونه كمولو په حقله اصلاحات له تجاویز وړاندې كړے شول ۔۔ وزیراعظم اړوندو اسسټنټ کمشنرز او ډپټی کمشنرز ته د ضروري څيزونو بيعه كښې استحکام باوري كولو په اړه ووئيل۔ وزیراعظم د دې خبرې باوري كولو سپارښتنه وكړه چې معاشی لحاظ سره دې تر ټولو کمزورې طبقې مرستې لپاره خصوصی پلان ترتیب كړے شي دغسې چې د حکومت وسائل د سبسډي په توګه اولسي ښېګړې لپاره په ښه ډول وكارولې شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې صحت افزاء خوراك او د اوړو په اړه اولسي شعور بيدارولو ته دې پام لرنه وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل د غنمو ترسيل او د اوړو بيعې نظام د كوټلې تګلارې ترمخه مستحکمولو ته اړتيا ده دغسې چې سباؤن كښې هم اولس د هر ډول خفګان څخه بچ كړے شي
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پنجاب كښې د فروټ او سبزی منډيانو زياتولو او د اوړو بيعه كمولو له د اقداماتو په اړه غونډه
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado