اسلام آباد 20مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په تركي كښې د فرورۍ په مياشت كښې د راغلې زلزلې له امله د شوې تباهۍ په تاريخ كښې مثال نه موندلے كېږي٬په دې سخت وخت كښې به د تركيې وروڼه خوئېندې يوازې نه پرېدو٬حكومت صنعتكارو او سرمايه كارو ته ټولې آسانۍ وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ډاؤلينس چيئرمېن فاتح كمال په مشرۍ كښې د تركيې سره تعلق لرونكو صنعتكارو پلاوي سره په خبرو كې كړی چا چې د ګل په ورځ هغه سره ملاقات كولو ۔په ملاقات كښې په پاكستان كښې د تركيه سفير مهمت پاچاجي هم موجود ؤ ۔پلاوي سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئېل په تركيه كښې د فرورۍ په مياشت كښې د زلزلې له امله د شوې تباهۍ مثال په تاريخ كښې نه موندلے كېږي۔ده ووئيل په دې تباهۍ مونږ ډېر دړدېدلې يوو ۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د زلزلې نه پس په ترجيحي بنيادونو د رېسكيو٬رېليف او مېډيكل ډلې تركيې ته روانې كړې او د مرستې سامان لېږلو لړۍ نن هم روانه ده۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان حكومت او اولس په دې سخت وخت كښې د تركيې خپلو وروڼه خوئېندې يوازې نشي پرېښودے۔ده ووئيل تركيې په هر سخت وخت كښې د پاكستان مرسته كړې۔وزيراعظم پلاوي ته ووئيل په پاكستان كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ٬صنعت٬توان٬مواصلات او انفراسټركچر كښې د سرمايه كارۍ بې پناه موقعې موجود دي او حكومت سرمايه كارو او صنعتكارو ته ټولو آسانيو وركولو لپاره په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔پلاوي وزيراعظم خبر كړو ډاؤلينس پاكستان كښې په لويه پېمانه سرمايه كاري كوي دغسې چې د جديد ټېكنالوجۍ لرونكې انرجي ایفشینټ مصنوعات جوړ كړي٬د ډاؤلينس پاكستان كښې پروډكشن پلانټ ريجنل ايكسپورټ حب جوړولو په اړه هم حكمت عملي جوړوي۔پلاوي ووئيل ډاؤلينس د كراچۍ نه پس د اسلام آباد نېشنل يونيورسټي آف سائنسز اينډ ټېكنالوجي كښې هم ريسرچ اينډ ډوېلپمنټ سنټر جوړ كړے دغسې چې د اكېډيميه او انډسټري ترمينځه روابطه وي۔د دې سينټر څخه به انجينئرانو ته تكنيكي معاونت او كيپسټي بلاډنګ كښې مرسته ترلاسه كېږي۔پلاوي وزيراعظم خبر كړو چې آرچليك(كوم چې د تركيې يو هاؤس هولډ صنعت دے)تركيه كښې موجودو پاكستانو زده كوونكو ته پرله پسې دوه كلونو څخه انټرن شپ وركوي كوم څخه چې نه وازې زده كوونكو ته انډسټري تقاضو نه خبرولوه له مرسته ترلاسه كېږي بلكې ځينې پاكستاني زده كوونكي په دې كمپنۍ كښې ملازمت هم كوي ۔په دې مهال وزيراعظم ډاؤلينس ته د رامخې ته شوو ټولو آپرېشنل مسئلو حل لپاره اړوندو چارواكو ته د اقدامات كولو هدايت وكړو ۔وزيراعظم د پلاوي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره د پلاوي مننه وكړه۔په دې موقع د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن٬د وزيراعظم خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوند سركاري افسران هم موجود وو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د تركيې صنعتكارو ملاقات
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی