اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف په نجي او په نړيوالو كمپنو زور راوړې چې هغوي دې په پاكستان كښې د شمسي توان او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده وكړي٬د نجكارۍ نه پس د كراچۍ اليكټرك كاركردګۍ كښې ښه والې په نظر راغلې۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د كراچۍ اليكټرك 4 كسيزه پلاوي ملاقات كړې۔په ملاقات كښې د كراچۍ اليكټرك سرمايه كارو ته د انرجي سېكټر په خاص توګه د شمسي توان څانګې سرمايه كارۍ ترغيب وركولو سره هدايت كړې چې كراچۍ اليكټرك ته رامخې ته شوې ټولې مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كړی شي۔ده ووئيل چې په پاكستان كښې د شمسي توان او د تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه نجي او نړيوالېو كمپنو له د استفادې كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل چې حكومت د تجديد وړ په خاص توګه د توان پانګو څخه د برېښنا پېدا كولو ته ترجيح كوي او په دې لړ كښې په ټول هېواد كښې موجود سركاري ودانۍ په شمسي توان منتقل كولو په اړه اقدامات پورته كوو۔وزيراعظم خبر كړی چې كراچۍ اليكټرك لائن لاسز كښې كمې او ريونيو كليكشن كښې ښه والې راغلې كوم چې د پاتې ډسټربيوشن كمپنو لپاره يو مثال دې۔په ملاقات كښې پخوانې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬د وزيراعظم خاص مرستيال جهانزېب خان او اړوند سركاري افسرانو ګډون وكړو او د كراچۍ اليكټرك پلاوي كښې شیخ عبدالعزیز حمد الجومیخ،شان عباس،نان ایګزیکټو ډائریکټر کراچی الیكټرك ، سید مونس عبداللہ علوی،چیف ایګزیکټو افسر کراچی الیکټرک او عمران حسین قریشی چیف ریګولیټری افسر کراچی الیکټرک شامل وو
نجي او نړيوالې كمپنۍ دې په پاكستان كښې د شمسي او تجديد وړ توان په څانګو كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده وكړي۔وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس