اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي)د سېنېټ غړو حريت مشرانو او كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د هند غېر قانوني تسلط جمو و كشمير شخړه په نړيواله كچه رامخې ته كولو لپاره جامع لائحه خپلولو ته اړتيا ده٬ په مقبوضه سيمه كښې د مسلمانانو نسل كشي روانه ده٬ د هند په ضد دې د جنګي جرائمو او نسل كشۍ مقدمه وچلولې شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې سينيټر زرقه تېمور سهروردي ووئيل د تحريك انصاف حكومت د كشمير مسئله په بشپړه توګه په نړيواله كچه پورته كړې، مونږ له د كشمير په معامله عملي اقدامات ته اړتيا ده۔ سينيټر فېصل جاوېد ووئيل عمران خان په نړيواله كچه د كشمير سفير په توګه رامخئ ته شوے او د كشمير مسئله ئې په بشپړه توګه په نړيوال فورم پورته كړې، ھغوي د آر اېس اېس او د موي عسكريت خوښي بې نقابه كړې۔ سينيټر مشاهد حسېن سيد ووئيل د جينوسائډ واچ په رپورټ كښې وئيلي شوي چې هند په جمو و كشمير كښې د مسلمانانو نسل كشي كوي، مونږ له د فاشسټ هندي حكومت په ضد د جنګي جرائمو نړيوال عدالت ته تلل پكار دي۔ ده ووئيل مونږ حريت مشرانو او كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ سينيټر مشتاق احمد ووئيل كشميريانو د آزادۍ هلو ځلو لپاره بلها قربانۍ وركړي لهذا د هند قبضې په ضد جامع لائحه وضع كول غواړي
د سېنېټ غړو حريت مشرانو او كاركنانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی موبائل ایپ