اسلام آباد 23 اکتوبر(اے پي پي) پاكستان د خالي په ورځ د امريكائي مېډيا هغه رپورټ چې په افغانستان كښې پوځي او انټېلي جنس عملياتو لپاره د فضائي حدودو د استعمال اجازې لپاره امريكې سره كوم ډول تفاهم شوے، په سختې سره رد كړے.د سي اېن اېن لخوا په خپور شوي يو رپوټ كښې ادعا شوې وه چې جوبائيډن مقننه ته وئيلي دي چې هغه په افغانستان كښې پوځي او انټېلي جنس عملياتو لپاره د فضائي حدودو استعمال په اړه پاكستان سره لوظنامې ته نزدې دے خو د امريكائي مېډيا د دې ادعا ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې داسې كوم تفاهم نشته. په دې لړ كښې د مېډيا د پوښتنو په ځوابونو كښې د خارجه دفتر وياند په يو بيان كښې ووئيل چې دا كومه لوظنامه نشته. وياند ووئيل چې پاكستان او امريكا د سيمه ايزې سلامتيا او د ترهګرې مخ نيوي په اړه پخوانې مرسته لري او دواړو هېوادونه د مشاورت په عمل كښې بوخت پاتې شوي دي.
په افغانستان كښې پوځي عملياتو لپاره د پاكستان د فضائي حدودو د استعمال اجازې په اړه امريكې سره كومه لوظنامه نه ده شوې، د خارجه دفتر وياند د امريكائي مېډيا رپورټ رد كړو
مضمون کا ماخذ : ٹکی انماد