اسلام آباد۔14جنوری (اے پی پی) د حج او عمرې سعودی وزیر او د پاکستانی پلاوي ترمينځه د حج سیزن 1444ھ انتظاماتو سره اړونده لوظنامه لاس ليك شوه٬ په لوظنامه كښې بېله كړې شوې حج كوټه ٬ ائیرپورټس او د تللو راتللو ذريعو سره سره هغه تنظيمي هدايات هم شامل دي كوم چې د حج په مهال د حجاج كرام د حفاظت او آرام ضامن دي۔ د سعودي سفارت لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي پرېس ریلیز له مخې د عمره سروسز كنفرنس او نندارتون (حج ایکسپو 2023) په موقعه د حج او عمرې سعودي وزير بېلو پلاويو سره د ملاقات په مهال بېلو هېوادونو سره يو شمېر لوظنامې لاس ليك كړې۔حج اېکسپو 2023 حج او عمرې سره اړونده لويه دستوره ده ولې چې په دې دستوره كښې 57 نه زيات هېوادونه ٬ 70 نه زيات تقرير كوؤنكي ٬ مقررين او د حج او عمرې په څانګه كښې د پوهه 200 كمپنيو سره سره 60 زره نه زيات زائرين ګډون كوي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ