اسلام آباد۔27مارچ (اے پي پي) د توان وفاقي وزیر سردار اویس احمد خان لغاري وئېلي دي د بجلۍ غلا د هېواد معيشت سخت ځپلے دے ، د ډسکوز افسران دې د بجلۍ غلا مخ نيوي له جدت لرونكې ټیکنالوجي استعمال كړي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پاور ډسټري بیوشن کمپنیز چیئرمین او چیف ایګزیکټو آفیسرز ته ویډیو لنک خطاب کښې وكړه ۔ ده ووئېل د بجلۍ غلا يوه اقتصادي ترهه ګري ده كومې چې د هېواد معيشت سخت ځپلے ۔ سردار اویس احمد خان لغاري ووئېل د بجلۍ غلا مخ نيوي كښې ولاړ ټول خنډان لرې كړئ او په دې كښې د ككړو ملازمانو او افسرانو سره سختي وكړئ ٬ دغسې د بجلۍ غلا مخ نيوي كمپائن كښې به هيڅ ډول سیاسي مداخلت نه وي ٬ ده ووئېل افسران دې په میرټ فیصلې وكړي ۔وفاقی وزیر ټولو ټسکوز ته امر وكړو چې د صارفین ګېلې په وخت لرې کولو لپاره ټول ھېواد كښې جدید کسټمر سروس سنټر جوړ كړئ او پكښې قابل افسران په ځائے كړئ ۔
د بجلۍ غلا د هېواد معیشت سخت ځپلے ، د بجلۍ غلا ختمولو لپاره به جدید ټیکنالوجي كارولې شي ، د توان وفاقی وزیر سردار اویس احمد خان لغاري د ټسکوز چیئرمین او سي اي اوز ته د ویډیو لنک د لارې خطاب
مضمون کا ماخذ : bolão quina