اسلام آباد۔16مارچ(اے پی پی) د اروپائي ائتلاف سفير ډاكتر رينا كوئنكا وئيلي دي اروپائي ائتلاف د پاكستان يو لوي كاروباري همكار دے٬ پارليماني ادارو سره به مرسته روانه ساتلې شي٬ هيله ده چې په پاكستان كښې به د روان كال په مهال د قانون حكمرانۍ ٬ د بشري حقونو او د ميډيا آزادۍ په شمول جمهوري عمل بشپړ شي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ د 50 كلنه دستورو په دويمه ورځ کمېټي آف دی هول ته خپل خطاب كښې دې ووئيل ټاكلي كسان د اولس د طاقت عكاسي كوي۔ هغوي د ګډ ګورننس او د قانون د حكمرانۍ ذمه وار وي۔ دا ټاكلې استازي خپلې عدليې ته ځواب وركوؤنكي وي۔ د اروپائي ائتلاف اوسنۍ ټاكنې په نړۍ كښې دويم لوي جمهوري مشق دے٬ دې ووئېل پارليمان يو داسے فورم دے چرته چې په مسئلو بحث كېږي٬ پارلیمان د چېك اېنډ بېلنس د لارې حكومتونه ځواب وركوؤنكي ساتي او قانون سازۍ كښې تسلسل باوري كوي۔ دې ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره 60 كلنه اړيكې لري٬ كال 2014 څخه پاكستان جي اېس پي پلس څخه استفاده كوي او د پاكستان 80 فيصده برآمدات اروپائي يونين ته وېړيا رارسي۔دې ووئېل اروپائي ائتلاف د پاكستان يو لوي كاروباري همكار دے٬ اروپائي ائتلاف به ګډ ګورننس ته وده وركولو كښې پاكستان سره مرسته روانه ساتي۔ دې ووئيل مونږ به په وفاقي او صوبائي كچه پارليماني ادارو سره مرسته كوؤ٬ هيله ده چې په پاكستان كښې د سږ كال په مهال به د قانون حكمرانۍ ٬ د بشري حقونو او د ميډيا آزادۍ په شمول جمهوري عمل بشپړ شي
اروپائي ائتلاف د پاكستان لوي كاروباري همكار دے٬ پارليماني ادارو سره به مرسته روانه ساتلې شي٬ د اروپائي ائتلاف سفيره
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز آن لائن ٹکٹ