خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره د برتانيه د هاٶس آف لارډز غړې بېرونس سعيده وارثي وليدل


اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د برتانيه د هاٶس آف لارډز غړې بيرونس سعيده وارثي د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات وكړو ۔ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع په دوه اړخيزه اړيكو او په سيمه ايز پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال دوي د پاكستان او برتانيه ترمېنځه د شريكې خوښې د ټولو څانګو پشمول تجارت او سرمايه كارۍ سره سره د اولس اولس سره په روابطو كښې مرسته زياتولو لپاره په ګډه د كار روان ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔