اسلام آباد 06 جون (اے پي پي) موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم كوآرډينيټرې رومينه خورشيد عالم وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د موسمياتي بدلون وزارت پلاسټك څخه د رامخې ته كېدونكې الودګۍ مخنيوي لپاره اقدامات كوي او صوبائي حكومتونو سره په ګډه د اربن لېنډ سکيپ زياتولو لپاره ماحول دوست ودانۍ معرفي كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې وكړه ۔ دې ووئيل د هېواد په هاٶسنګ او تعميراتي څانګه كښې ګرين او تل پاتي تعميراتي طريقو څخه به د توان او محدود قدرتي وسائلو تحفظ ته وده ترلاسه شي۔ دې ووئيل حكومت د بېلا بېلو پاليسو او ضوابطو د لارې هېواد كښې پائېدار تعميراتي طريقو ته د ودې وركولو عزم لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل ګرين بلډنګ کوډز سره به وزارت شجركاري زياتولو او د سيلۍ معيار ښه كولو هڅې كوي او د تل پاتي پرمختګ هدفونو له مخې د بلډنګز تعمير څخه به ځينې ګټې ترلاسه كولو له هم مرسته تر لاسه شي۔
د موسمياتي بدلون وزارت پلاسټك څخه د خپرېدونكې خيرنوالي مخنيوي لپاره اقدامات كوي۔ موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم كوآرډينيټر رومينه خورشيد عالم
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria