اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب په يو نجي ټي وي چينل چلېدونكے خبر بې بنسټه ګرځولو سره هغه مسترد كړے او وئېلې يې دي د نېشنل سېكورټي كونسل د بيان نه پس د سازش ډنډوره ختمه شوې٬واضحه شوې جې كوم سازش نه ؤ شوے٬هغه سازش يادونكے په اصل كښې سازش كوي۔د جمعې په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې ووئيل د پاكستان سفير خپل موقف غونډې ته وړاندې كړے ٬ د هغه د مراسلې د تناظر او موادو جاج اخستلے شوے٬د سفير موقف٬تناظر او د ارادې واضحه كېدو نه پس دا خبرونه يوازې د منفي سياست برخه دي ۔دې ووئيل دروغ وړاندې كول د پاكستان د قامي ګټې په ضد دي۔عمران خان ځينې چېنلو له د دروغو خبرونه وركوي كوم چې د هېواد په ضد سازش دے ٬دې ووئيل د عمران خان دروغ نيولې شوي۔اوس هغه د مېډيا په يوه برخه كښې د بې بنسټه خبرونو چلولو هڅه كوي۔دې ووئيل د نېشنل سېكورټي كونسل اعلاميې نه پس دا ډول خبرونه د هېواد په ضد دي۔
د نېشنل سېكورټي كونسل د بيان نه پس د سازش خبره ختمه شوه٬واضحه شوه چې كوم سازش نه ؤ شوے٬د نجي ټي وي چينل خبر بې بنسټه دے٬د دروغو خبرونه جوړول د پاكستان د قامي ګټې په ضد دي ۔مريم اورنګزېب
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز