اسلام آباد 18مارچ(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د كويت خارجه وزير او د كابينه چارو نائب وزير ډاكټر احمد ناصر الصباح د زيارت په ورځ ملاقات كړے او هغه سره ئې په دوه اړخيزه اړيكو٬ د كووېډ 19 په صورتحال او په سيمه ايز چارو د خيالاتو څرګندونه كړې ۔ د كويت خارجه وزير وزيراعظم عمران خان ته د كويت امير او وزيراعظم لخوا د نېكو هيلو پیغام او د كويت وزيراعظم خط هم ورسولو۔وزيراعظم عمران خان د كويت حكومت لپاره هم د پاكستان حكومت او اولس لخوا د دغه ډول جذباتو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عزم وكړو چې كويت سره د پاكستان پخوانو او د ورورولۍ اړيكې به دغسې دوامدارې ساتلې شي كومې چې په شريك مذهب او كلتور اډانه دي۔ د نړيوالې وباﺀ په ضد د كويت د كاميابو اقداماتو ستائنه كولو سره وزيراعظم عمران خان د كووېډ 19 وباﺀ صورتحال مخ نيوي او د خلقو ژوند بچ كولو او روزګار ساتلو له د پاكستان د اقداماتو نه خبر كړو۔ د كويت خارجه وزير په بېلو څانګو كښې پاكستان سره د مرستې لا پراخا كولو لپاره د خپل هېواد د كلك عزم څرګندونه وكړه۔ ده د پاكستان د بشپړه مرستې مننه كولو سره ووئېل دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل مرسته كړې۔ ده په خاص توګه د نړيوالې وباﺀ آزمېښت په مهال په مرسته هم د وزيراعظم مننه وكړه۔ په اوسني وخت كښې كويت د خپلې روغتيا څانګې ښه والي لپاره 600 څخه زياتو پاكستانو ډاكټرانو او نيم طبي عملې له ملازمت وركړے۔ وزيراعظم د افغان امن عمل ملاتړ لپاره د پاكستان د هڅو ذكر وكړو او د افغانستان ستونزې جامع سياسي حل په اهميت ئې زور راوړو۔ وزيراعظم سيمه ايز امن او د همغږۍ وده كښې په خاص توګه د خليجي مرستې كونسل(جي سي سي)هېوادونو ترمينځه د كويت لخوا د ادا كړي فعاله كردار هم ستائنه وكړھ۔وزيراعظم د كويت مشرتابه ته په دې لړ كښې په ترلاسه شوو كاميابو مباركي وركړه۔د كويت خارجه وزير د خپل هېواد مشرتابه لخوا وزيراعظم عمران خان ته د كويت دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔وزيراعظم ووئيل د كويت امير او وزيراعظم سره ملاقات ته سترګې په لار يم۔(
وزيراعظم عمران خان سره د كويت خارجه وزير ډاكټر احمد ناصر الصباح ملاقات ٬ په دوه اړخيزه اړيكو٬د كووېډ 19 په صورتحال او په سيمه ايز چارو د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha