اسلام آباد۔3جولائی(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د بلوچستان په شېراني او كېچ ضلعو كښې د مېجر ثاقب حسېن په شمول د 6 امنيتي اهلكارو په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې په دې پېښه ټول قام ته خفګان رسېدلے دے ٬ د شهيدانو مقدسه وينه په قوم پور دے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د اولس د مېړنو فرزاندانو قربانيو له كبله د پاكستان امن او سلامتيا ممكن شوې ده۔ زمونږ د ځواكونو مېړني ځوانان د داخلي او بهرني دښمنانو په ضد مضبوط ولاړ دي۔ داسې ټولې هڅې كومې چې بلوچستان كښې د امن وضعې ته زيان رسول غواړي په اړه يۍ زمونږ قومي عزم مضبوط دے۔ ده ووئيل د بلوچستان امن ٬ پرمختګ او سوكالي مونږ ټولو لپاره مقدمه ده۔
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha