اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی):وزیراعظم محمد شھباز شریف وئېلې دي د پاکستان ترقۍ ،خوشحالۍ ٬ د ګرانۍ ختمولو او د اولس معاشي ستونزې لرې كولو لپاره به ټولو له په ګډه كار كوي ، د 300 یوټیلټی سټورز او 1200 موبائل یونټس د لارې په کروړونو مستحقین له ارزان اوړه ، چیني ، دالونه ، غوړي او نور د ضرورت څېزونه وركړے كېږي ، به دې عمل كښې به كوم غفلت او کوتاھي ونه زغملې شي ۔ ده د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د مختلف یوټیلیټی سټورز دورې په مهال خبرې كولې ۔ په دې اس موقع ده سره د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاءالله تارړ، دفاع وزير خواجه آصف، خارجه وزير اسحاق ډار، د صنعت او پیداوار وفاقي وزیر رانا تنویر پشمول د بېلا بېلو څانګو اعلیٰ چارواكي هم موجود وو ۔وزیراعظم د دورې په وخت مستحقین سره ملاقات وكړو او د هغوي نه ئې د ستونزو او مسائلو په اړه تپوسونه وكړل ۔ وزیراعظم امر وكړو چې د رمضان پیکج تر لاسه كولو لپاره مستحقین د كوم مشکل سره مخ نشي۔ وزیراعظم ووئېل د رمضان ریلیف پیکج د تقسیم جاج اغستو له ما ناڅاپي د یوټیلیټی سټورز دورې كړي ۔ په دې یوټیلیټی سټورز اوړه په 77 روپۍ کلو، غوړي په 100 روپۍ کلو ارزان وركړے كېږي ۔د دې نه علاوه وريژې ، دالونه او د چینو بشمول د ضرورت په نورو څيزونو هم 30 فیصد رعايت وركړے كېږي ۔ وزیراعظم ووئېل یوټیلیټی سټورز باندې په زړه پورې انتظامات شوي ۔ د 300 یوټیلیټی سټورز نه علاوھ 1200 موبائل یونټس د لارې هم په کروړونو مستحقین ته رمضان ریلیف پیکج وركړے كېږي ۔ ده ووئېل چې د مستحقین کوائف موجود وي نو د كوم تاخیر نه غېر څيزونه په ارزانه بيعه تر دوي رسېږي ۔ وزیراعظم ووئېل د بینظیر انکم سپورټ پروګرام تر مخه سږ كال دا امدادي روپۍ 10زره روپو ته رسولې شوي ۔ ده ووئېل د بلوچستان، ګلګت بلتستان او آزاد کشمیر په لاکھونو كورنيو ته د کفالت پروګرام تر مخه 2 زره روپۍ اضافی هم وركرې كېږي ۔ ده ووئېل 3 کروړه 96 لاکه كورنيو ته د بي آئي ایس پي تر مخه به درې مياشتنې وظیفه وركولې شي ۔ وزیراعظم ووئېل زه په دې ليدلو خوشحاله شوم چې د رمضان ریلیف پیکج د وېش عمل په ښه ډول روان دے ۔ حکومت به روژه كښې 12اربه روپو څخه عام وګړي له ریلیف وركوي ۔وزیراعظم دعا وكړه چې د رمضان المبارک برکت څخه دې پاکستان كښې ترقي او خوشحالي راشي او چې ګراني او اولسي ستونزې ختمې شي ٬ مونږ ټولو له به دې لپاره په ګډه كار كول وي
د یوټیلټي سټورز او موبائل یونټس د لارې مستحقین ته د ضرورت څيزونو په ورسولو كښې به كومه بې غوري ونه زغملې شي ، وزیراعظم شھبازشریف
مضمون کا ماخذ : como jogar lotofácil